بیگپور شفق شرکت په ۲۰۱۷ کې تاسیس شو. په همدې کال کې د لبنیاتو صنعت ته داخل شو او په رسمي ډول د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره د ۴۱۸۸۲ نمبر سوداګریز جواز لاندې ثبت شو. دا شرکت یو شریک شرکت دی او شاوخوا ۱۸ کسان په کار بوخت دي.
دغه شرکت محصولات لکه شیدې، مستې، غوړي، افغانی خامه، میسکی، ژیړ غوړي، چککي او غوروت تولیدوي او بازار موندنه کوي. موږ د اړتیا وړ مواد د فیروزکوه او دولتیار ولسوالۍ په کلیو کې له خپلو څارویو او نورو بزګرانو څخه راټولوو. زموږ سوداګرۍ د ۲۵۰ څخه زیاتو بزګرانو لپاره دندې او عاید رامینځته کړی.
دغه شرکت د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په دریو ولسوالیو کې د لبنیاتو د پلور او پروسس مرکزونه لري.
اصلي څانګه: دولتیار لین، فیروزکوه، غور، افغانستان
د پروسس مرکز: د پوهنې ریاست پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه، فیروزکوه، غور، افغانستان
د خرڅلاو څانګه: څلورمه ناحیه، فیروزکوه، غور، افغانستان